خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د امارتي ادارو دروازې د افغانستان د‌ ټولو ولسونو د ستونزو د حل لپاره پرانیستي دي
جدی ۲۳، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې د علماؤ او قومي مشرانو د ونډې په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملي پراختیا امارتي شرکت له رئیس سره وکتل
جدی ۲۳، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: د قوش تیپې کانال په څېر د سترو انکشافي پروژو تطبیق د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دی چې په بشپړولو سره یې له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او بل پلوه د هیواد اقتصاد پیاوړی کېږي.

له پوهاند حیات الله حیات سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۲۲، ۱۴۰۲

د دې کتنې په پیل کې پوهاند حیات الله حیات په خپلو خبرو کې په هیواد کې د صحي خدماتو وړاندې کولو د وضعیت او دغه از د غوره روغتیایي خدمتونو برابرولو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بريتانیا شارژدافیر سره وليدل
جدی ۲۱، ۱۴۰۲

په دې کتنه کې، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان او بریتانیې اړیکې دوستانه وبللې او زیاته یې کړه، اسلامي امارت له نړۍ او په خاصه توګه له بریتانیا سره مثبت تعامل غواړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي ذبیح الله مجاهد او ګل الرحمن قاضي سره وکتل
جدی ۲۱، ۱۴۰۲

په دې کتنه کې، مولوي مجاهد د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د عیادت ترڅنګ هغه ته د خپلو فعالیتونو په اړه هم معلومات ورکړل.

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه
جدی ۲۱، ۱۴۰۲

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت یو شمېر ډلګي مشرانو سره ولیدل
جدی ۲۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر دوی ته د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ وويل، په دې کې شک نشته چې اسلامي نظام د افغان ولسونو او د اسلامي امارت د مجاهدینو په قربانيو قایم شوی دی او د خوښۍ ځای دی...