خبرونه

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس د ننګرهار قومي مشرانوسره وکتل
جدی ۲۷، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس: د اسلامي امارت د هیواد د آبادي لپاره مټې رانغاړلي دي. د افغانستان د اقتصاد ښه والي او د نظام پایښت ته به لا ډېره پاملرنه کوو او ستاسو په مشورو او وړاندیزونو موږ خوشالېږو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ننګرهار ته سفر وکړ
جدی ۲۷، ۱۴۰۲

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمريز کال د جدې مياشتې په ۲۶مه نېټه ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال، چې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو یې ملتیا کوله،...

د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون د موقتې استوګنې کمېټې له رئیس او غړو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۲۶، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: د اسلامي امارت مسؤلینو او د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون دولس ګونو کمېټو د مسؤلیت په منلو سره د دې اجازه ورنکړه چې زموږ وطنوال تر اجباري اخراج وروسته له ستونزو سره مخ شي،...

د کابل ښار د روغتونونو له متخصص ډاکټرانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۲۶، ۱۴۰۲

محترم مولوي عبدالسلام حنفي: یوه سالمه ټولنه هغه مهال منځته راځي چې روغتیایي سیستم یې سالم او په نړیوالو معیارونو برابر تر ټولو غوره خدمات وړاندې کړي، ځکه په زوړ روغتیایي سیستم سره نشو کولی یوه سالمه ټولنه ولرو.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نورستان له یو شمېر مجاهدینو سره ولیدل
جدی ۲۶، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په سپېڅلي جهاد کې د نورستانیانو سرښندنې او قربانۍ وستایلې وې ویل، د مجاهدینو د هڅو او قربانیو په پایله کې افغانستان د اسلامي نظام څښتن شو.

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه
جدی ۲۶، ۱۴۰۲

دغې ناستې ته د چارو ادارې لوی ریاست له لوري په راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي طرحه، د ریاست‌الوزراء عالي مقام له لوري له فتحې مخکې د کابل په تېره اداره د شوکاڼو رویالیټۍ له امله د پاتې پیسو د ورکړې موضوع،...

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه ترسره شوه
جدی ۲۶، ۱۴۰۲

په دې ناسته کې، د افغانستان او سیمې پر وضعیت، د ملګرو ملتونو پر وروستي پرېکړه لیک، د افغان کډوالو پر ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو.