د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره وشو
جدی ۲۸، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۲۸مې نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم...

د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غون‌‌‌‌‌‌ډه وکړه
جدی ۲۷، ۱۴۰۲

په دې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې لومړی د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو رئيسانو د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ او ورپسې د هغو مهاجرینو د ستونزو د حل په څرنګوالي چې افغانستان ته په اجباري توګه راستانه شوي...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هوتکو له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل
جدی ۲۷، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د هوتکو له قومي مشرانو او علمای کرامو مننه وکړه او ویې ویل، په هېواد کې ټول قومونه یو شان حقونه لري او هوتکو په جهاد کې فعاله ونډه درلوده.

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس د ننګرهار قومي مشرانوسره وکتل
جدی ۲۷، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس: د اسلامي امارت د هیواد د آبادي لپاره مټې رانغاړلي دي. د افغانستان د اقتصاد ښه والي او د نظام پایښت ته به لا ډېره پاملرنه کوو او ستاسو په مشورو او وړاندیزونو موږ خوشالېږو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ننګرهار ته سفر وکړ
جدی ۲۷، ۱۴۰۲

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمريز کال د جدې مياشتې په ۲۶مه نېټه ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال، چې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني او یوشمېر نورو امارتي مسوولینو یې ملتیا کوله،...

د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون د موقتې استوګنې کمېټې له رئیس او غړو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۲۶، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: د اسلامي امارت مسؤلینو او د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګۍ عالي کمېسیون دولس ګونو کمېټو د مسؤلیت په منلو سره د دې اجازه ورنکړه چې زموږ وطنوال تر اجباري اخراج وروسته له ستونزو سره مخ شي،...

د کابل ښار د روغتونونو له متخصص ډاکټرانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جدی ۲۶، ۱۴۰۲

محترم مولوي عبدالسلام حنفي: یوه سالمه ټولنه هغه مهال منځته راځي چې روغتیایي سیستم یې سالم او په نړیوالو معیارونو برابر تر ټولو غوره خدمات وړاندې کړي، ځکه په زوړ روغتیایي سیستم سره نشو کولی یوه سالمه ټولنه ولرو.