خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل وغانده او د مرغومي شپږمه یې د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ یاده کړه.
د دې کتنې په پیل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزير محترم مولوي امير خان متقي، ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته هراړخيز معلومات ورکړل او خپل دغه سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو او پانګوالو سره ولیدل.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي، ورزش له اعتیاد څخه د مخنیوي او سالمې ټولنې د ایجاد لپاره اغېزمن وبلل زیاته یې کړه، د افغانستان اسلامي امارت مصمم دی چې د ورزش، منل شويو عنعناتو او ټولو ګټورو اعمالو ملاتړ وکړي، ترڅو زموږ هیوادوال...
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې دولسمه غونډه نن دوشنبه (جمادی الثاني ۱۱مه/مرغومي ۴مه) د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع: د اسلامي امارت نظام په ټولو برخو کې کارونه په سمه توګه مخته ځي او موږ باید د نظام د زیاتې پیاوړتیا او د چارو پر وخت ترسره کولو ته زیاته پاملرنه وکړو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن له بهر مېشتي افغان لیکوال، ژورنالېست او سیاستوال زرغون شاه شینواري سره ولیدل.