خبرونه

د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور ملاتړ کنفرانس کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا
سنبله ۱۵، ۱۴۰۴

د ریاست ‌الوزراء اداري مرستیال د ګاونډیو هیوادونو، سیمې او نړۍ له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید، کانونو استخراج، ترانسپورټ، کرنې او روغتیا په شمول په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د ۹۴۰۷ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تفاهم لیکونه او تړونونه لاسلیک شول
سنبله ۱۵، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او محترم مولوي عبدالسلام حنفي په حضور کې نن په انټرکانټیننټال هوټل کې د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ کنفرانس کې...

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکتور ملاتړ کنفرانس کې ګډون وکړ
سنبله ۱۵، ۱۴۰۴

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان د نورو زېرمو ترڅنګ د اوبیزې، بادي او لمریزې برېښنا پراخې منابع لري، چې له یادو منابعو څخه ګټه اخیستنه نه یوازې افغانستان د برېښنا په برخه کې خودکفایۍ ته رسوي؛...

د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه
سنبله ۱۳، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اداري کمېسیون د اعضاوو په ګډون د یاد کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې جوړه شوه.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مسلکي ډول د بلخاب ډبرو سکرو کان د استخراج پرانیسته وکړه
سنبله ۱۱، ۱۴۰۴

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت د بلخاب ډبرو سکرو کان کې جوړو شويو مراسمو کې وویل، افغانستان د بېلابېلو طبیعي زېرمو له اړخه غني هېواد دی او دغه زېرمې د اوږدمهاله زېربنايي پروژو د تمویل، د صنعتي پرمختګ...

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د لیلې دښتې د شهیدانو ارواوو ته دعا وکړه
سنبله ۱۱، ۱۴۰۴

د‌ رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د لیلې دښتې د شهيدانو قربانۍ نه هېرېدونکې وبللې او ویې ویل، د اسلامي نظام د اقامې په لاره کې د هغوی قربانۍ بېسارې دي او اسلامي امارت به يې د ارمانونو پوره کولو لپاره پوره هڅه وکړي.

د ۶.۳ میلیارده افغانیو په پانګونې د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارې پيل شوې
سنبله ۱۰، ۱۴۰۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کندوز ولایت کې د عامه خصوصي مشارکت له لارې د درېیو سوداګریزو ودانیو جوړېدل مهم وبلل او له اړوندو شرکتونو څخه یې وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په پوره صداقت او شفافیت ترسره کړي.