خبرونه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د اکبر موسسې د فعالیتونو ستاینه وکړه او د دې موسسې له مسوولینو یې وغوښتل چې له امارتي ادارو سره په همغږۍ د پراختیايي پروژو زیاتوالي او په ښه ډول تطبیق ته پاملرنه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت حاکمیت ته په اشارې وویل، الحمدلله د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې په هیواد کې سراسري امنیت تامین دی او خلک په وحدت او وروري ژوند کوي.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د اسلامي امارت د کابینې غړو ته د خپلو مسئولیتونو د ښه ترسره کولو،د شرعي نظام د ښه تطبیق، د خلکو د ستونزو د حل او په اخلاص سره د خدمت کولو په اړه مهمې توصیې او لازم هدایات وکړل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په جده کې د افغانستان اسلامي امارت د قونسلګرۍ د مسئولینو د کړنو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل، افغانستان او سعودي عربستان د دوو مسلمانو او وروڼو هیوادونو په توګه زیات دیني،...
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ارګ د ټولو افغانانو شریک کور دی او د اسلامي امارت رهبري د ټولو ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي خپل مسؤلیت بولي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د پکتیکا راغلو علماؤ او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، ارګ د ټولو افغانانو ګډ کور او دروازه یې د ټولو پرمخ پرانیستې ده.