خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار ولایت په مقام کې علماء کرامو او خطیبانو ته په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه
اسد ۱۶، ۱۴۰۴

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو ته په خطاب کې وویل، د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله تر ټولو قدرمن بندګان همدا تاسو علماء کرام یاست، دا چې د علماوو مسئولیت خورا دروند دی، په کار دی چې علماء کرام خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د یونیسف اجرایي معاون او عملیاتي مدیر سره وکتل
اسد ۱۶، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یونیسف اجرایي معاون او عملیاتي مدیر ښاغلي تد چایبان او مل پلاوي سره د کتنې هرکلی وکړ او له افغانانو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هیوادونو څخه رااېستل شویو کډوالو سره د یونیسف د همکاریو...

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
اسد ۱۶، ۱۴۰۴

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون نن له غرمې مخکې ترسره شوه.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر (IOM) رئیس سره وکتل
اسد ۱۵، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بشري ځواک د شمېر، خېمو، نقلیه وسایطو، هنګرونو او د اړوندو ادارو له لوري د نورو اړتیا وړ وسایلو د زیاتوالي یادونه وکړه او وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت مهاجرینو ته د خدماتو په برابرولو کې خپل وس نه درېغوي.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې مخکښانو سره وکتل
اسد ۱۵، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، ځوانانو ته په دیني او عصري برخو کې د علم او زده کړو زمینه برابرول د اسلامي امارت مهم لومړیتوب دی او نن ستاسو دعوت همدغه ژمنتیا ښیي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال سره وکتل
اسد ۱۴، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون له لورې د افغانستان اسلامي امارت د رسميت پېژندنې مننه وکړه وې ويل، د روسیې فدراسیون له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو لپاره دروازه پرانیسته.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد له ملي سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي سره وکتل
اسد ۱۱، ۱۴۰۴

محترم ملا صاحب ښاغلي میرویس عزیزي ته د اسلامي امارت له لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ وې ویل، اوسمهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب د فرمان له مخې پانګوالو او سوداګرو ته...