خبرونه
عزیزي انرژي خصوصي شرکت به د هېواد په مختلفو برخو کې له ګازو، ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمر څخه لس زره میګاواټه برېښنا تولید کړي. په دې سره به له ۷ تر ۱۰ کلونو په جریان کې افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې بشپړې خودکفایۍ ته ورسېږي...
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند برېښنا د هیوادونو د پرمختګ لپاره مهمه اړتیا وبلله او زياته يې کړه، افغانستان د انرژۍ تولید ټولو سرچينو ته ځانګړې پاملرنه لري، چې ورسره به په وارداتي برېښنا تکيه کمه شي.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتو یې تعرفې لوړې کړې، چې په کور دننه تولیدېږي.
د ریاست الوزاراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي سوداګري او پانګونه د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره مهمه لاره وبلله او وې ویل چې اسلامي امارت په هره برخه کې د داخلي او بهرنیو پانګوالو د هر ډول پانګونې ملاتړ کوي. .
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل: په تیرو شلو کلو کې د اسلام د ورکولو لپاره ډير زر، زور او پیسې کارول شوې وې، او په خلکو کې یې د شریعت جذبات، اسلامي فکر، تقوا، دینداري او ایمانداري هرڅه تغیر کړې وو،...
غونډه کې د هېواد په ټولو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه اړوندو ادارو ته لارښوونه وشوه چې په دوامداره توګه متوجه شي او په دې برخه کې اقدامات وکړي.