خبرونه
محترم ملا صاحب بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږلو پروسه د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او بېکارۍ کچې په راټیټولو کې مؤثره وبلله او زیاته یې کړه، اسلامي امارت له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کړې څو د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم داکتر جعفر مهدوي او ملګرو ته یې د ښه راغلاست پر مهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت د ټولو افغانانو په خدمت کې دی.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسو د مسلمانو او متدینو ځوانانو په توګه په لومړي ګام کې کوښښ وکړئ چې په خپلو دیني او عقیدتي اصولو مسلط شئ او له دې سره کولای شئ په ورځنیو علومو کې تخصص ترلاسه کړئ...
د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ګرزیوان ولسوالۍ راغلو علماؤ او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنیت تأمین او خلکو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو وبلل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوه.