خبرونه
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو ته په خطاب کې وویل، د ځمکې پر مخ د الله جل جلاله تر ټولو قدرمن بندګان همدا تاسو علماء کرام یاست، دا چې د علماوو مسئولیت خورا دروند دی، په کار دی چې علماء کرام خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یونیسف اجرایي معاون او عملیاتي مدیر ښاغلي تد چایبان او مل پلاوي سره د کتنې هرکلی وکړ او له افغانانو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هیوادونو څخه رااېستل شویو کډوالو سره د یونیسف د همکاریو...
د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بشري ځواک د شمېر، خېمو، نقلیه وسایطو، هنګرونو او د اړوندو ادارو له لوري د نورو اړتیا وړ وسایلو د زیاتوالي یادونه وکړه او وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت مهاجرینو ته د خدماتو په برابرولو کې خپل وس نه درېغوي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، ځوانانو ته په دیني او عصري برخو کې د علم او زده کړو زمینه برابرول د اسلامي امارت مهم لومړیتوب دی او نن ستاسو دعوت همدغه ژمنتیا ښیي.
د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال د روسیې فدراسیون له لورې د افغانستان اسلامي امارت د رسميت پېژندنې مننه وکړه وې ويل، د روسیې فدراسیون له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو لپاره دروازه پرانیسته.
محترم ملا صاحب ښاغلي میرویس عزیزي ته د اسلامي امارت له لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ وې ویل، اوسمهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب د فرمان له مخې پانګوالو او سوداګرو ته...