خبرونه

له محترم شیخ حبیب الله سمنګاني او محترم مفتي انعام الله سمنګاني سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
اسد ۱۴، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له محترم شیخ حبیب الله سمنګاني او محترم مفتي انعام الله سمنګاني سره وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره وشوه
اسد ۱۴، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه نېټه د شنبې ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

د الفتح قول اردو مرستیال او د بلخ ولایت د سرحدي لوا له رئیس سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
اسد ۱۳، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د الفتح قول اردو له مرستیال محترم مولوي محمد وکیل منیر او د بلخ ولایت سرحدي لوا رئیس محترم مولوي محمد جاوید سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د جوزجان ولايت د قوش تېپې ولسوالۍ يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل
اسد ۱۲، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د جوزجان ولايت د قوش تېپې ولسوالۍ يو شمېر علماوو او مجاهدينو سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال د جوزجان والي سره وکتل
اسد ۱۲، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازديګر د جوزجان والي محترم قاري ګل حيدر شفق سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرست وزیر سره ولیدل
اسد ۱۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپیدرا ماڼۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له سرپرست وزیر الحاج مولوی نجیب الله حقاني سره ولیدل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې له مشر سره ولیدل
اسد ۱۱، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپیدرا ماڼۍ کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې له مشر محترم مولوي بخت الرحمن شرافت سره ولیدل.