خبرونه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره وشوه
اسد ۰۷، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه د روان لمریز کال د اسد میاشتې په ۷مه نېټه د شنبې په ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د اهل تشيع يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وکتل
اسد ۰۶، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د اهل تشيع يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل.

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د اسماعیله قوم استازو سره وکتل
اسد ۰۵، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د ۱۲ ولایتونو د اسماعیله قوم یو شمېر استازو سره وکتل.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د اسيا دودويزې موتای لوبو ګټوونکی محترم جميل ابراهيمي وستايه
اسد ۰۵، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين په ايران کې د ۱۶ هيوادونو ترمنځ په اسيايي لوبو کې د افغانستان د دوديزې موتای لوبې اتل محترم جميل ابراهيمي وستايه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اهل تشیع هيوادوالو یو‌ شمېر مشرانو سره ولیدل
اسد ۰۵، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د اهل تشیع هيوادوالو یو شمېر مشرانو هر يو ښاغلي کریمي بامیاني، ښاغلي صوفي ګردیزي او ښاغلي شریفي بلخابي سره ولیدل.

د اداري کمېسیون غونډه ترسره شوه
اسد ۰۵، ۱۴۰۲

د اداري کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون، ترسره شوه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ځاځيو قوم یو شمېر مشرانو او مخورو سره ولیدل
اسد ۰۵، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د احمدخېلو، ځاځي اریوب، ډنډ پټان او ځاځي میدان ولسوالیو یو شمېر مشرانو او مخورو سره ولیدل.