خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوال محترم مولوي حمیدالله دانش او د سرپل ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د خوړو او درملو ملي ادارې له رئیس ډاکټر عبدالباري عمر سره ولیدل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د بغلان ولایت له یو شمېر مجاهدینو او علمای کرامو سره ولیدل.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د کابل پولیتخنیک پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د ګډون پرمهال هغوی ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، زموږ ځوانان لوی مسوولیت لري
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د توتاخېلو قوم له یوشمېر جهادي او قومي مشرانو سره ولیدل.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن ماسپښين د ميدان وردګو ولايت د جاني خېلو د سېلاب ځپلې سيمې له لیدو وروسته، د ياد ولايت د جلريز ولسوالۍ د تکانې سېلاب ځپلې سيمه هم له نږدې وليده.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د محترم رئیس الوزرا د لارښوونې پر اساس پغمان ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله د ځپل شوو سیمو لیدنه وکړه.