خبرونه

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د افغانستان اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو د کنډک له مجاهدینو او مسؤولینو سره وکتل
سرطان ۲۶، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسی مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامی امارت د ځانګړو ځواکونو د کنډک له مجاهدینو او مسؤولینو سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا کابل ته راستون شو
سرطان ۲۶، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند نن له غرمې مخکې، له کندهارڅخه کابل ته راستون شو.

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت بېلا بېلې پروژې منظورې شوې
سرطان ۲۶، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن دوشنبه د سرطان میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو

د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو لپاره د همغږۍ غونډه وشوه
سرطان ۲۵، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په مشرۍ، نن د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانستان طبي شورا استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابو حنیفه (رح) د دوهم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون او وینا وکړه
سرطان ۲۵، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابو حنیفه (رح) د دوهم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون او وینا وکړه. محترم ملا صاحب د یاد نندارتون ګډونوالو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل

د ریاست الوزارء د ساتنې لوی ریاست د تعلیمي مرکز له یو شمېر مسؤلینو او استادانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
سرطان ۲۴، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د ریاست الوزارء د ساتنې لوی ریاست د تعلیمي مرکز له یو شمېر مسؤلینو او استادانو سره وکتل.

عطاء خیره بنسټ په کابل کې د زړه ناروغیو د درملنې تخصصي روغتون جوړوي
سرطان ۲۴، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل محترم مولوي عبدالکبیر نن د عطاء خیریه بنسټ له مشر عطاء الله عطاء سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.