د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د کابينې یوویشتمه غونډه کې د لاس پلورونکو د تنظیم طرحې او د څلوېښت سلنه فیس د تخفیف په اړه بحث وشو
جوزا ۰۶، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یوویشتمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون ترسره شوه.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسئولینو سره وکتل
جوزا ۰۵، ۱۴۰۴

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال صنعت او تجارت لازم او ملزوم وبلل او وې ویل، تر فتحې وروسته په هیواد کې د اوسپنې فابریکې په لیدو زیات خوشاله شوم.

د کندز له سیمه ییزو مسؤلینو او علماؤ سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جوزا ۰۳، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دوی د خبرو له اورېدو وروسته په ټینګار وویل، سیمه ییز مسؤلین دې د خپلو دندو په ترسره کولو کې کوتاهي نه کوي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره دې لازم اقدامات ترسره کړي.

د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د رسنیزو فعالانو او فرهنګیانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جوزا ۰۲، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي له فرهنګیانو او مطبوعاتي فعالانو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنګ دوی ته ډاډ ورکړ چې د فرهنګي او رسنیزو چارو په اړه به یې وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په لغمان کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو پيل پرانیسته وکړه
جوزا ۰۱، ۱۴۰۴

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې نن په لغمان ولایت کې د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام اخلو، دا به نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دې سیمې مقاومت لوړ کړي...

د رياست الوزراء اداري مرستيال د زابل والي سره وکتل
جوزا ۰۱، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال دېته په اشارې، چې د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښوونو عملي کول د مسؤلينو اساسي دنده ده، د وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت به د امکان تر کچې ورته رسيدګي وکړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
جوزا ۰۱، ۱۴۰۴

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.