خبرونه
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت ټولې هڅې پر ابادۍ متمرکزې دي، څرنګه مو چې افغانستان له اشغال څخه ازاد کړ په هماغه ډول به یې اباد کړو، موږ د هیواد د ازادۍ او ابادۍ لپاره راغلي یوو او باوري یوو...
په غونډه کې هېواد ته د راتلونکو بې کیفیته تېلو د مخنیوي اړوند د ټاکلي هیئت وړاندیزونه وارزول شول او یو لړ پرېکړې په کې ترسره شوې؛ ترڅو په سمه توګه یې مخنیوی وشي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په نورو برخو کې د بېلابېلو خدماتو ترڅنګ د مخابراتي شبکو او انټرنټ څانګې د شفافو کړنو، خدماتو او ځانګړو اصلاحاتو اړتیا هم ده.
د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون نن ماسپښین ترسره شوه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي سوداګرو او پانګوالو ته د اسلامي امارت د پاملرنې په تړاو د ډاډ تر څنګ له ملي سوداګرو وغوښتل، ترڅو له موجود فرصت څخه په استفادې د هيواد په وده او ابادۍ کې لا ډېر رول ولوبوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په هره ټولنه کې د انکشاف او پراختیا لپاره امنیت اساسي شرط دی چې په الهي فضل د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هیواد کې تأمین شوی...
د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ځانګړو کمانډويي ځواکونو ته په خطاب کې وويل، د سرحدونو ساتل، د شریرو عناصرو پر وړاندې درېدل ، د اسلامي نظام ساتنه او دفاع ستاسو مقدسه او اساسي دنده ده، همدارنګه د هیواد په دښمنانو غږ کوم،...