خبرونه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د بهرنیو چارو ،مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ، ، د اوبو او انرژۍ وزیرانو او د برښنا شرکت د رئیس په شتون کې د نیمروز د علماوو شورا له غړو سره وکتل
اسد ۲۰، ۱۴۰۳

د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د نیمروز ولایت علماوو شورا غړو له لوري شریکې شوې ستونزې اړوندو وزارتونو او ادارو ته راجع شوې او له هغوی څخه وغوښتل شول چې د شته امکاناتو څخه پر استفادې دې یادو ستونزو ته رسیدګي وکړي

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
اسد ۱۸، ۱۴۰۳

د غونډې په پای کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د بديل معيشت او د کرنيزو محصولاتو د ارزښت زنځير لوړولو د پنځه کلن پلان طرحې د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د يو شمېر ولايتونو قومي مشرانو سره ولیدل
اسد ۱۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال يادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې غوښتنې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

د رياست الوزراء سياسي معاونیت دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د بريتانيا شارژدافير سره وکتل
اسد ۱۸، ۱۴۰۳

د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس له افغانستان سره د دوحې په درېیمه ناسته کې د شویو ژمنو د ژر عملي کېدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت پر خپلو ژمنو ولاړ دی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
اسد ۱۸، ۱۴۰۳

محترم ملا صاحب وویل چې دواړه هېوادونه به په مختلفو برخو کې د یو لړ شریکو موضوعاتو په اړه ګډ کار ته ادامه ورکوي، ترڅو د دواړو هېوادونو لپاره له رامنځ ته شوو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته شي.

د چارو ادارې لوی ریاست او امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه
اسد ۱۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت په لږ وخت کې د امنیت، اقتصادي ودې، بیارغاونې او په نورو بېلابېلو برخو کې ډېر پرمختګونه کړی...

د هیواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر ځوانانو او محصلینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
اسد ۱۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ځوانان د هیواد د راتلونکي معماران وبلل او وې ویل، زموږ د ګران هیواد ابادي او پرمختګ د هغوی زحمتونو او کوښښونو پورې ډېره اړه لري.