خبرونه

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د زندانونو چارو د سمون ادارې مرستيال او د لغمان د علماوو شورا رئيس سره وکتل
اسد ۰۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دوی له معلوماتو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چې جوړول او ابادول یې هم د ټولو شريک مسؤليت دی.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د تېرې ادارې يو شمېر واليانو سره وليدل
اسد ۰۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وويل، افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور او اسلامي امارت یې شریک نظام دی، له تبعيض پرته د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي.

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه
اسد ۰۴، ۱۴۰۳

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له لوري په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د معیاري انتظارخونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
اسد ۰۴، ۱۴۰۳

پر دغه انتظارخونه د خصوصي سکټور له لوري ۲۹۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي، چې په ۱۸ میاشتو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه انتظارخونه د ۱۵۰ کسانو ظرفیت لري او د مسافرو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د ۱۴۰۳ کال د کانکور ملي ازموینې ممتازو زده کوونکو او د هغوي د کورنیو له غړو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه
اسد ۰۳، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر په کانکور ازموینه کې په لوړه درجه بریالیو شوو زده کوونکو او د هغوي مشرانو ته د بریا مبارکي وویله او زده کوونکو ته یې په خطاب کې وویل: د کانکور په ملي پروسه کې ستاسې بریا ثابته کړه،...

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان معاونیت پلاوي مشرې سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
اسد ۰۳، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان معاونیت پلاوي مشرې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو او له نورو هیوادونو سره د افغانستان...

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه جوړه شوه
اسد ۰۳، ۱۴۰۳

د حج ملي کمېټې غونډه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یادې کمېټې د محترمو غړو په ګډون نن ماسپښین جوړه شوه.