خبرونه

د پروان ولایت د ولسوالیو یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
جوزا ۱۴، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اشغالګرو په ضد د مبارزې په وخت کې د پروان د مجاهدینو او علماوو سرښندنې او هڅې وستایلې.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د پخواني جمهور رئیس مرستيال او د اندونيزيا د جوماتونو شورا رئيس سره وکتل
جوزا ۱۳، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال څرګنده کړه: داسې کسان شته چې د افغانستان حقايق پټوي او نورو ته ناسم معلومات رسوي، خو اسلامي امارت د دې هيواد پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې په ټولو امکاناتو هڅه کوي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په بهر کې له مېشتو يو شمېر افغان ډاکترانو او متخصصينو سره وکتل
جوزا ۱۳، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بهر کې مېشتو دغو ډاکترانو او متخصصينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د افغانستان روغتيايي سکتور پياوړتيا ته اړتيا لري چې د ډاکترانو او متخصصينو په همکارۍ دغه کار امکان لري.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د معرفي مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا
جوزا ۱۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د عامې روغتیا نوي سرپرست وزیر محترم مولوي نور جلال جلالي ته د مبارکۍ ترڅنګ هیوادوالو ته د خدمت کولو په برخه کې نوموړي ته د خدای تعالی په دربار کې د غوره خدمت دعا وکړه.

د هیواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر علماؤ، مجاهدینو او مشرانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جوزا ۱۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماؤ، مجاهدینو او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د اسلامي امارت دروازې د ټولو هیوادوالو پر مخ پرانیستي دي؛ دغه راز یې د دوی د وړاندیزونو، نظریاتو او ستونزو د شریکولو هرکلی هم وکړ.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د بغلان ولايت د علماوو شورا رئيس سره وکتل
جوزا ۱۰، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، په بغلان او يو شمېر نورو ولايتونو کې وروستيو سېلابونو ډېرې لويې ستونزې رامنځته کړې، چې زموږ د لسګونه هيوادوالو د شهادت او بې کوره کېدو لامل شوې او ډېرې کورنۍ يې زيانمنې کړې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اصنافو ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف غونډه کې ګډون او وینا وکړه
جوزا ۱۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال لومړی د مالیې وزارت محترمو مسؤلینو او د حکومت د رسنیو مرکز څخه د دې غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او وې ویل، امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله یو حکم صادر کړی، چې افغان ملت ته به...