خبرونه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل
جوزا ۰۳، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د قطر هېواد له همکاریو مننه وکړه او وویل پکار ده، چې دا اړیکې لا پراخې او پياوړې شي.

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون ناسته وکړه
جوزا ۰۳، ۱۴۰۳

په دې ناسته کې د هیواد او سیمې د وروستي وضعیت، د دوحې راتلونکې ناستې او اړمنو هیوادوالو ته د بشري مرستو رسولو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه
جوزا ۰۲، ۱۴۰۳

د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون د افعانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په حضور نن له غرمې مخکې غونډه وکړه.

د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ ګډه اداري غونډه جوړه شوه
جوزا ۰۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس زیاته کړه، د تېرکال له تجربو څخه په استفادې دې د ای ټي، برېښنا، خدماتو، ټرانسپورټ، تدارکاتو او نورو برخو ستونزې په اساسي توګه حل او د چارو د لا ښه والي لپاره ګډې هلې ځلې وشي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د اسلامي امارت تر فتحې وروسته، د جګړې ټغر ټول او ملت له جبر او ظلم څخه وژغورل شو
جوزا ۰۲، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په څرخي پله زندان کې د کتاب لوستلو اوونۍ نندارتون کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د غمشریکۍ لپاره په کابل کې د ایران سفارت ته ورغی
جوزا ۰۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ایران سفارت ډیپلوماټانو ته د تسلیت پرمهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت او افغانان د ایران اسلامي جمهوریت او ولس سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي. همدارنګه یې هلته د تعزیت په موخه ايښودل شوي کتاب کې یې لاسلیک وکړ.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته روان شو
جوزا ۰۲، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال به د ایران پلازمېنه تهران کې د دغه هېواد د وفات شوي ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه هېواد حکومتي مسوولینو، د مرحوم کورنۍ او د ایران ولس ته د اسلامي امارت...