خبرونه

د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالۍ له مشرانو سره د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس کتنه
ثور ۲۶، ۱۴۰۳

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، دېته په پام چې افغانانو په تېرو څه باندې څلورو لسېزو کې زیاتې ستونزې او زحمتونه ګاللي، بناً موږ ټول باید د ملت د ټپونو مرهم وګرځو او د خدمت لپاره یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړو.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ادارو ساده کولو پروسې د تطبیق هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
ثور ۲۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، کاغذ پراني د مراجعینو لپاره یوه اوږده او ستونزمنه پروسه ده او لازمه ده چې په بشپړ ډول لمنځه یوړل شي او د اسنادو د اجراء کولو پروسه ساده شي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پلخمري ښار اړوند کرکر سیمې سیلاب‌ځپلو سره له نږدې وکتل
ثور ۲۵، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادې سیمې ته له رسېدو وروسته لومړی د شهیدانو روح ته دعا وکړه، زیانمن شوو هېوادوالو ته یې تسلیت وړاندې کړ او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علماؤ، مشرانو او متنفذینو سره وکتل
ثور ۲۵، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د سرتاسري امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې ایجاد او د کار پنځونې په موخه د انکشافي پروژو تطبیق د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي چې په دې برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د جاپان سفیر سره ولیدل
ثور ۲۵، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر افغانستان سره د جاپان له مرستو په مننې وویل، د افغانستان په هکله د توکیو مثبت نظر د دې لامل شوی چې د اسلامي امارت او جاپان تر منځ ښه تعامل او مثبتې اړیکې رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدماتوادارې (UNOPS) له اجرائیوي رئیس سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
ثور ۲۵، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدماتو اجرائیوي رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو سره د دې ارګان د فعالیتونو او مرستو قدرداني وکړه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د علماوو شورا له غړو سره وکتل
ثور ۲۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، زموږ راتګ یوازې د دې لپاره نه و چې تاسو ته تسلیت ووایو، بلکې دا زموږ مسوولیت دی موږ پر افغانستان حاکمان نه، بلکې د دې ولس خادمان یو.