خبرونه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د برکې ولسوالۍ له علماوو سره وکتل
ثور ۲۷، ۱۴۰۳

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، په ټولو زیانمن شوو سیمو کې د مرستو د وېش لړۍ لا هم جریان لري، چې تر دې مهاله زرګونو هېوادوالو ته پر نقدي مرستو سربېره د خوراکي توکو، درملو او البسې مرستې رسېدلې دي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
ثور ۲۷، ۱۴۰۳

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قطر هېواد د بشري مرستو له مسوول سره وکتل
ثور ۲۶، ۱۴۰۳

محترم ملا صاحب د بغلان له سېلاب ځپلو سره د قطر هېواد له بشري مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دا ډول همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې او پياوړې کوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د چین سفیر سره وکتل
ثور ۲۶، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین ولسي جمهوریت له همکارۍ په مننې وویل، اسلامي امارت د مسؤل حکومت په توګه پر کړو ژمنو ولاړ دی او هڅه کوي په سیمه ییزو...

د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالۍ له مشرانو سره د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس کتنه
ثور ۲۶، ۱۴۰۳

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، دېته په پام چې افغانانو په تېرو څه باندې څلورو لسېزو کې زیاتې ستونزې او زحمتونه ګاللي، بناً موږ ټول باید د ملت د ټپونو مرهم وګرځو او د خدمت لپاره یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړو.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ادارو ساده کولو پروسې د تطبیق هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه
ثور ۲۶، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، کاغذ پراني د مراجعینو لپاره یوه اوږده او ستونزمنه پروسه ده او لازمه ده چې په بشپړ ډول لمنځه یوړل شي او د اسنادو د اجراء کولو پروسه ساده شي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پلخمري ښار اړوند کرکر سیمې سیلاب‌ځپلو سره له نږدې وکتل
ثور ۲۵، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادې سیمې ته له رسېدو وروسته لومړی د شهیدانو روح ته دعا وکړه، زیانمن شوو هېوادوالو ته یې تسلیت وړاندې کړ او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله.