خبرونه
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د بغلان ولایت مرکز ته له رسېدو سره سم د یاد ولایت مسوولینو او ټاکل شویو کاري کمېټو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د سرتاسري امنیت تأمین او خلکو ته د هوساينې او لازمو اسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دې بیانولو سره چې د دغه نندارتون جوړول ځانګړی اهمیت لري وویل، د صنعت وده د یوه هیواد د اقتصادي پراختیا لپاره ځانګړی او مهم ځای لري او دا به د نورو اقتصادي سکتورونو په ځانګړي ډول د کرنې د ودې زمینه برابره کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خلکو ستونزو ته رسیدګي او د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د اسلامي امارت مسؤلیت وباله وې ویل، د دې کار لپاره باید ځایي مسؤلین لا زیاتې هڅې وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ازبکستان حکومت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د تاشکند له همکاریو او مرستو په مننې وویل، اسلامي امارت له ازبکستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اړیکو...
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د بغلان ولایت ولسونو ته وویل: «زموږ د راتګ موخه یوازې دا نه ده چې تاسې ته تسلیت ووایو، بلکې تاسې ته ډاډ درکوو چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې ترڅنګ ولاړ دی، تر څو مو ژوند عادي حالت ته راوګرځي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په بغلان ولایت کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو عاجلې درملنې، د خوراکي توکو او موقتي سرپناه برابرولو په اړه سیمهییزو مسوولینو او اړوندو مرستندویه ادارو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.