خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، د اسلامي امارت له بریا سره سم د هېواد د ابادۍ او رغاونې تر څنګ، په سیاسي ډګر کې هم د نظام پرمختګ ته لومړیتوب ورکول شوی چې مسؤلین يې...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مجاهدینو د کوښښونو او سرښندنو قدرداني وکړه او وې ویل، امنیت د هرې ټولنې د پرمختګ اساس دی او هیڅ ټولنه د امنیت له احساس پرته هوساینې او پرمختګ ته نه رسېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پغمان ولسوال او یادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د پغمان مجاهدینو د دواړو یرغلونو خلاف ښه مبارزه کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير د روسیې سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د روسیې د همکارۍ او مرستو قدرداني وکړه وې ویل، له مسکو سره د کابل اړیکې...
محترم مولوي عبدالسلام حنفي دېته په اشارې چې د پولیو یا ګوزڼ لمنځه وړل د اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دي، موږ د پولیو د تشخیص لابراتوارونو د فعالولو او واکسین د تأمین، د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د مجهز مرکز د ایجاد او د هیواد...
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له ښاغلي قدیر څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو د حرمت او عزت ساتلو مسؤلیت لري او په افغانستان کې د ټولو افغانانو ژوند خوندي دی.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ولسونو د هوساینې او د امنیت د تامین په موخه د اسلامي امارت د مجاهدینو فعالیتونه وستایل.