خبرونه
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت په مختلفو برخو کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول خپله اساسي ژمنتيا او دنده بولي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د صنعت د پرمختګ په برخه کې د یادو فابریکو پر فعالیت پيل مهم او اساسي ګام یاد کړ او زیاته یې کړه، د هر هېواد اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو سرچینه اخلي، چې له نېکهمرغه د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د تېرو دوو لسیزو پر مهال د هېواد اشغال، جګړې، سیاسي او اقتصادي بې ثباتي او د اقلیمي بدلون له امله اوښتي زیانونه هغه لاملونه یاد کړل، چې له امله یې افغانستان له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، په ابوظبي او تهران کې له افغان سفیرانو څخه په مننې وویل، اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې له نړۍ او ګاونډیانو سره مثبتې اړیکې غواړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده او په ایران اسلامي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د فعالیتونو او کړنو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر او د افغان – قزاق نندارتون پرانيسته د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او تعامل غوره بېلګه یاده کړه.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په سیمه کې د اسرائیلو صهيونیستي رژیم له بریدونو او یرغل څخه په نیوکې وویل، اسلامي امارت په سیمه کې د کړکیچ د پراختیا طرفدار نه دی او د حل یوازینۍ لاره له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل دي.