خبرونه
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال، له افغانستان سره په سیاسي، فرهنګي او بنسټونو د رغولو په برخه کې د روسیې د مرستو د اړتیا یادونه وکړه وې ویل، د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، ياد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ماليزيا هېواد د افغانستان دوست یاد کړ وې ویل، هیله لري چې دا ډول ناستې به د کابل او کوالالامپور تر منځ د مثبتو او رغنده اړیکو سبب شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سیمه او نړۍ کې د چین ونډې ته په اشارې له یاد هېواد سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې او د دواړو لورو په ګټه وبللې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه وې ويل، اسلامي امارت له افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو او په نړیواله کچه د دغه سازمان له هڅو څخه مننه کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ته د سلامونو او نېکو هیلو د وړاندې کولو پر مهال نوموړی افغانستان ته د سفر په موخه دعوت او زیاته یې کړه، د اسلامي نړۍ درد او رنځ شریک دی او باید اسلامي هیوادونه د دغو ستونزو...
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، د سراسري امنيت تأمين او خلکو ته د لازمو سهولتونو او کاري اسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت دنده ده او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري د اختر په ورځو کې د نیول شویو تدابیرو د قدردانۍ ترڅنګ وویل، لازمه ده د امنیت د تامین، ټولنیزې هوساینې د ایجاد او هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو لپاره مسوولین زیات کوښښونه وکړي.