خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره په تېر او اوس کې د ننګرهار د ولسونو له همکارۍ په مننې وویل، له مجاهدینو د ولسونو ملاتړ او د هغوی همکاري د دې لامل شوه چې اسلامي امارت بياځلي بریا ته ورسېږي...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د سرتاسري امنیت تأمین، د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت دنده ده او په دې برخه کې له هیڅ راز هڅو درېغ نکوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير د نورستان له راغلو قومي مشرانو او مخورو په مننې وویل، نورستان په تېر شل کلن جهاد کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن وو او ولسونو یې ډېرې سختۍ ګاللي دي.
محترم مولوي عبدالکبير له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د انډول پر ساتلو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، د کورنیو تولیداتو د غوره کیفیت، د صنعت پراختیا او ودې لپاره دې لا زياته هڅه وشي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د کجکي بند پروژې د مسوولینو د ترسره شوو چارو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ارزګان ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو، مجاهدینو او اوسیدونکو سره وکتل او هغوى ته يې د وروستیو سېلابونو له امله د رسېدلو زیانونو له امله د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې ناسته کې له جرمني، برېټانیا، بلجیم، سویډن، اتریش، ترکیې، ناروې او متحده عربي اماراتو څخه راغلو افغان استازو او د ټولنو مشرانو په یادو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو وړاندیزونه او نظریات د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړل.