خبرونه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له یو شمېر سیاسي شنونکو سره ولیدل
ثور ۰۸، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په کور دننه سیاسي شننونکي او رسنیز فعالین د نظام مهمه برخه وبلله وې ويل، اسلامي امارت د رسنیو په ګډون له ټولو افغان شنونکو ملاتړ کوي او د نظام د تقویت او چارو...

د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ درې مهمې پروژې پرانیستل شوې
ثور ۰۸، ۱۴۰۳

محترم ملا صاحب د یادو پروژو د پرانیستو مراسمو ته وویل؛ کابل ښاروالي د ښار د ښکلا او منظموالي په موخه ډېرې هڅې کوي چې د پخوا په پرتله د ښار بڼه منظمه شوې، موږ یې ټولې ترسره شوې هڅې ستایو او پر هېوادوالو غږ کوو...

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال په افغان - قزاق سوداګریز فورم او نندارتون کې ګډون وکړ
ثور ۰۶، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان او قزاقستان سوداګریزې اړیکې د دواړو لوریو لپاره خورا ګټورې وبللې او له قزاق چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د هغه هېواد سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د افغان – قزاق سوداګرۍ فورم پرانیستل شو
ثور ۰۶، ۱۴۰۳

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال محترم سریک ژومانګارین له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په شپږمه نېټه په کابل کې د افغان – قزاق سوداګرۍ فورم پرانیستل شو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل
ثور ۰۶، ۱۴۰۳

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغاني توکو د ترانزیټ په برخه کې د لا نورو اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره اساسي ګام یاد کړ.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د سره صلیب او سرې میاشتې نړيوال فدراسیون د اسیا برخې له مشر سره ولیدل
ثور ۰۵، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې وویل، په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتګ سره د بشري او روغتیايي فعالیتونو لپاره ښه بستر رامنځ ته شوی دی.

افغانستان او قزاقستان د اوسپنې پټلۍ د نوې شبکې پر غځولو خبرې وکړې
ثور ۰۵، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال محترم سریک ژومانګارین سره د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي میاشتې په پنځمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.