خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره د پنجشېر د ولسونو له همکارۍ په مننې وویل، حکومت د پخواني شوروي اتحاد او غرب پر وړاندې جهادونو ته یو شان ارزښت ورکوي.
د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له هغوی سره په کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، د سراسري امنیت تأمین او د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د حج ملي کمېټې، د ارشاد، حج او اوقافو او د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو او د کابل نړیوال هوایي ډګر له مسؤلینو، امنیتي ځواکونو، نورو اړوندو ارګانونو او هوایي شرکتونو څخه د کعبې شریفي د زیارت کوونکو...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، اسلامي امارت له ټولو امکاناتو سره د الکترونیکي حکومتولۍ د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو څخه د استفادې لپاره هلې ځلې کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا د ملي ټولنو نړیوال غورځنګ په مناسبت د (بشریت ژوندي ساتل) تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د هزاره قوم یو شمېر مشرانو، علماوو او ځوانانو سره نن په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.