خبرونه
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د حج ملي کمېټې، د ارشاد، حج او اوقافو او د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو او د کابل نړیوال هوایي ډګر له مسؤلینو، امنیتي ځواکونو، نورو اړوندو ارګانونو او هوایي شرکتونو څخه د کعبې شریفي د زیارت کوونکو...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، اسلامي امارت له ټولو امکاناتو سره د الکترونیکي حکومتولۍ د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو څخه د استفادې لپاره هلې ځلې کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا د ملي ټولنو نړیوال غورځنګ په مناسبت د (بشریت ژوندي ساتل) تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د هزاره قوم یو شمېر مشرانو، علماوو او ځوانانو سره نن په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، د اسلامي امارت له بریا سره سم د هېواد د ابادۍ او رغاونې تر څنګ، په سیاسي ډګر کې هم د نظام پرمختګ ته لومړیتوب ورکول شوی چې مسؤلین يې...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مجاهدینو د کوښښونو او سرښندنو قدرداني وکړه او وې ویل، امنیت د هرې ټولنې د پرمختګ اساس دی او هیڅ ټولنه د امنیت له احساس پرته هوساینې او پرمختګ ته نه رسېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پغمان ولسوال او یادو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د پغمان مجاهدینو د دواړو یرغلونو خلاف ښه مبارزه کړې ده.