خبرونه
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د سرتاسري امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې ایجاد او د کار پنځونې په موخه د انکشافي پروژو تطبیق د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي چې په دې برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر افغانستان سره د جاپان له مرستو په مننې وویل، د افغانستان په هکله د توکیو مثبت نظر د دې لامل شوی چې د اسلامي امارت او جاپان تر منځ ښه تعامل او مثبتې اړیکې رامنځته شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدماتو اجرائیوي رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو سره د دې ارګان د فعالیتونو او مرستو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، زموږ راتګ یوازې د دې لپاره نه و چې تاسو ته تسلیت ووایو، بلکې دا زموږ مسوولیت دی موږ پر افغانستان حاکمان نه، بلکې د دې ولس خادمان یو.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د بغلان ولایت مرکز ته له رسېدو سره سم د یاد ولایت مسوولینو او ټاکل شویو کاري کمېټو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، د سرتاسري امنیت تأمین او خلکو ته د هوساينې او لازمو اسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دي او په دې...
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دې بیانولو سره چې د دغه نندارتون جوړول ځانګړی اهمیت لري وویل، د صنعت وده د یوه هیواد د اقتصادي پراختیا لپاره ځانګړی او مهم ځای لري او دا به د نورو اقتصادي سکتورونو په ځانګړي ډول د کرنې د ودې زمینه برابره کړي.