خبرونه
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د حبیبې لېسې ښوونکو ته په خطاب کې وویل، تاسې د دې هېواد د راتلونکي جوړونکي او مدیران یاست، هڅه وکړئ له دې موقع څخه چې ستاسې په واک کې ده، غوره استفاده وکړئ...
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، د امنیت تامین، د هیوادوالو د ستونزو حل او هغوی ته د خدماتو برابرول د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او لازمه ده چې سیمه ییز مسوولین په دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې دوه ويشتمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «ذوالقعده ۱۱مه/ غوايي ۳۱مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له نړیوالو سره د ستونزو رامنځته کېدل او دوام نه غواړي، بلکې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.
په دې غونډه کې چې د يادې کمېټې غړو او د اريانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو استازو هم حضور درلود، د روان کال د حج پروسې، سعودي عربستان ته له زونونو او مرکز څخه په خوندي ډول د حاجيانو لېږد او بېرته هيواد ته د هغوی...
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير، د اسلامي نظام څرنګوالي ته په اشارې وویل، هر وګړی کولای شي په زغرده خپلې غوښتنې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره شریکې کړي.
ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ای هاها خیریه مؤسسې د بشردوستانه مرستو قدرداني وکړه وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې د یادې مؤسسې د بشردوستانه فعالیتونو هرکلی کوي او د دغو فعالیتونو د دوام لپاره...