خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، له ښاغلي ذبیح الله مجددي څخه د مننې ترڅنګ وویل، دا مهال په هیواد کې د ټولو افغانانو لپاره د ورورګلوۍ ژوند تېرولو زمینه برابره شوې ده.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ادارې رئيس او مرستيال او په کابل کې د ترکيې شارژدافير او ورسره پلاوي سره په کتنې خوښي وښوده او د افغانانو لپاره د ترکيې د دولت او خلکو له بشري مرستو څخه يې مننه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، دا چې ملګري ملتونه د قطر په کوربه توب د افغانستان په اړه غونډې جوړوي په دې معنی ده چې قطر او ملګرو ملتونو افغانستان له ياده نه دی اېستلی او ورته ځانګړی ارزښت لري.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د قطر دولت وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو سره د قطر دولت او خلکو د بشر دوستانه مرستو قدرداني وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د قطر هېواد له همکاریو مننه وکړه او وویل پکار ده، چې دا اړیکې لا پراخې او پياوړې شي.
په دې ناسته کې د هیواد او سیمې د وروستي وضعیت، د دوحې راتلونکې ناستې او اړمنو هیوادوالو ته د بشري مرستو رسولو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمېسیون د افعانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په حضور نن له غرمې مخکې غونډه وکړه.