خبرونه
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د پنجشېر ولایت د مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل.
د خواف– هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ټول لګښت یې ۵۳ میلیون ډالرو ته رسېږي. ټاکل شوې چې د دغه پروژې چارې به د شاوخوا دوه کلونو په جریان کې په معیاري ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ریاست الوزراء مرستیال وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته سراسري امنیت تامین شوی، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی، اداري فساد په بشپړه توګه له منځه تللی، معتادین راټول شوي او همدارنګه د پرلپسې واکسینونو...
محترم مولوي عبدالکبیر د ګاونډیو په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اوسنیو اړیکو د پراختیا یادونه وکړه او وې ویل، اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغانانو ايستل، د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینګار یې وکړ چې باید له کډوالو څخه سیاسي ګټه وانه خیستل شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت ټولو سوداګرو، پانګه والو او اصنافو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ يو شمېر علماوو او سپين ږيرو سره وکتل.