خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د کابل ښار د اوبو کمښت ستونزې حل هڅې پیل شوې دي
حمل ۰۵، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل چهاردهي سیمې له یو شمېر مخورو او علماوو سره وکتل.

د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې دوهم او درېیم فازونو پرانیسته وشوه
حمل ۰۵، ۱۴۰۳

د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې د ګول سیخونو دوهم او اوسپنیزو ګاډرو د تولید درېیم فازونه نن د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شول.

د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول
حمل ۰۵، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۵ مه نېټه د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت...

د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء د نوي کال په مناسبت یو نیالګی کېناوه
حمل ۰۴، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند نن له غرمې مخکې د ۱۴۰۳ نوي لمریز کال د رارسېدو په مناسبت د ارګ په محوطه کې یو نیالګی کېناوه او د هیواد د ښېرازۍ، نېکمرغۍ او هوساینې لپاره یې دعا وکړه.

د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه وکړه
حمل ۰۴، ۱۴۰۳

په دې غونډه کې د هېواد او سیمې پر سیاسي پرمختګونو، وروستیو تحولاتو او له نړۍ سره پر ښو اړيکو د بحث ترڅنګ، له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د روابطو تر ارزونې وروسته په دې برخه کې د لا پرمختګ په هکله نظرونه شریک شول.

د غور له والی، یو شمېر مجاهدینو او ډاکټرانو سره ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
حمل ۰۴، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې ایجاد او وطنوالو ته د لازمو اسانتیاؤ برابرول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او لازمه ده چې سیمه ییز مسؤلین په دې برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د اذربایجان سفير سره وکتل
حمل ۰۲، ۱۴۰۳

د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د اذربایجان د استازي په حضور خوښي وښوده او زياته يې کړه، اسلامي امارت په راتلونکي کې هم د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړيکو پياوړتيا او پراختیا غوښتونکی دی.