خبرونه

د ناروې سفیر سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه
حمل ۰۸، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر د ګاونډیو په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اوسنیو اړیکو د پراختیا یادونه وکړه او وې ویل، اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي.

‎د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یوناما د بشري چارو له مرستیال سره ولیدل
حمل ۰۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغانانو ايستل، د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینګار یې وکړ چې باید له کډوالو څخه سیاسي ګټه وانه خیستل شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د هيواد د صرافانو اتحاديې رئيس او غړو سره وکتل
حمل ۰۵، ۱۴۰۳

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت ټولو سوداګرو، پانګه والو او اصنافو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ يو شمېر علماوو او سپين ږيرو سره وکتل
حمل ۰۵، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ يو شمېر علماوو او سپين ږيرو سره وکتل.

مولوي عبدالکبیر: د کابل ښار د اوبو کمښت ستونزې حل هڅې پیل شوې دي
حمل ۰۵، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د کابل چهاردهي سیمې له یو شمېر مخورو او علماوو سره وکتل.

د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې دوهم او درېیم فازونو پرانیسته وشوه
حمل ۰۵، ۱۴۰۳

د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې د ګول سیخونو دوهم او اوسپنیزو ګاډرو د تولید درېیم فازونه نن د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شول.

د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول
حمل ۰۵، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۵ مه نېټه د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت...