خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په هېواد کې د خصوصي سکتور د فعالیت ارزښت ته په اشارې وویل، اسلامي امارت پانګوال هڅوي څو د حکومتي ادارو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.
په دې غونډه کې چې د مؤظف پلاوي غړو هم پکې ګډون درلود، د يو شمېر امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د لمنځه وړلو او مخنيوي ترڅنګ د دوی پر يو شمېر موضوعاتو او غوښتنو هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر الهام محمدوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ په کابل کې د نوموړي د نوي ماموریت او سفارت پرانیستلو مبارکي ورکړه وې ویل، هیله من یم چې ستاسې شتون به د افغانستان او اذربایجان د اړیکو...
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې نوولسمه غونډه نن دوشنبه «رمضان المبارک ۸مه/ کب ۲۸» د رئيس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
د ریاست الوزراء مرستیال وویل، نړۍ د اسلامي امارت په حقانیت پوه شوې او دا ټولو ته روښانه ده، چې ولسونه د اسلامي نظام ملاتړ کوي له همدې امله غواړي اسلامي امارت سره مثبتې اړیکي ولري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دغه راز له چين څخه د افغانستان د لویو لارو، رېل پټلۍ او نورو مهمو او سترو پروژو په ګډون په زېربنايي پروژو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې چې د ټاکل شوي پلاوي غړو هم ګډون درلود، له نورو ادارو سره د يو شمېر امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل مخنيوي په اړه بحث او هر اړخيزې خبرې وشوې او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.