خبرونه
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړه، موږ د یو ملت او اسلامي ټولنې په توګه په لومړي ګام کې اړتیا لرو چې عقاید او اسلامي موضوعات زده کړو او زده کوونکو ته یې ور وښیو او په دویم ګام کې عصري زده کړې وکړو، ځکه په افغانستان کې د عصري علومو...
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پروان مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت ته د ولسونو غوښتنې لومړیتوب لري او د پروان د ولسونو د وړاندېزونو په برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په هېواد کې د خصوصي سکتور د فعالیت ارزښت ته په اشارې وویل، اسلامي امارت پانګوال هڅوي څو د حکومتي ادارو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.
په دې غونډه کې چې د مؤظف پلاوي غړو هم پکې ګډون درلود، د يو شمېر امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د لمنځه وړلو او مخنيوي ترڅنګ د دوی پر يو شمېر موضوعاتو او غوښتنو هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر الهام محمدوف ته د ښه راغلاست ترڅنګ په کابل کې د نوموړي د نوي ماموریت او سفارت پرانیستلو مبارکي ورکړه وې ویل، هیله من یم چې ستاسې شتون به د افغانستان او اذربایجان د اړیکو...
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې نوولسمه غونډه نن دوشنبه «رمضان المبارک ۸مه/ کب ۲۸» د رئيس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
د ریاست الوزراء مرستیال وویل، نړۍ د اسلامي امارت په حقانیت پوه شوې او دا ټولو ته روښانه ده، چې ولسونه د اسلامي نظام ملاتړ کوي له همدې امله غواړي اسلامي امارت سره مثبتې اړیکي ولري.