خبرونه

د پنجشېر والي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
حمل ۱۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د پنجشېر ولایت د مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل.

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو قرارداد لاسلیک شو
حمل ۰۹، ۱۴۰۳

د خواف– هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ټول لګښت یې ۵۳ میلیون ډالرو ته رسېږي. ټاکل شوې چې د دغه پروژې چارې به د شاوخوا دوه کلونو په جریان کې په معیاري ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي او منطقوي رئیس سره د ویډیو کنفرانس له لارې د ریاست الوزراء اداري مرستیال خبرې
حمل ۰۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء مرستیال وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته سراسري امنیت تامین شوی، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی، اداري فساد په بشپړه توګه له منځه تللی، معتادین راټول شوي او همدارنګه د پرلپسې واکسینونو...

د ناروې سفیر سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه
حمل ۰۸، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر د ګاونډیو په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اوسنیو اړیکو د پراختیا یادونه وکړه او وې ویل، اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي.

‎د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یوناما د بشري چارو له مرستیال سره ولیدل
حمل ۰۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغانانو ايستل، د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینګار یې وکړ چې باید له کډوالو څخه سیاسي ګټه وانه خیستل شي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د هيواد د صرافانو اتحاديې رئيس او غړو سره وکتل
حمل ۰۵، ۱۴۰۳

د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت ټولو سوداګرو، پانګه والو او اصنافو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ يو شمېر علماوو او سپين ږيرو سره وکتل
حمل ۰۵، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ يو شمېر علماوو او سپين ږيرو سره وکتل.