خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال دغه راز له چين څخه د افغانستان د لویو لارو، رېل پټلۍ او نورو مهمو او سترو پروژو په ګډون په زېربنايي پروژو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې چې د ټاکل شوي پلاوي غړو هم ګډون درلود، له نورو ادارو سره د يو شمېر امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل مخنيوي په اړه بحث او هر اړخيزې خبرې وشوې او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت ټولو هیوادوالو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د روغتیا سکتور پر منل شویو معیارونو برابر کړي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله له لوري د امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه د مؤظف پلاوي غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال...
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون د درالانشاء رئيس مولوي ذاکر د یادو کارتونو د وېش پر مهال وویل، د عفوې فرمان د ټولو افغانانو لپاره دی او هر څوک له استثناء پرته کولای شي چې ترې استفاده وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت کوښښ کوي چې د صحت په برخه کې زیاتې برنامې عملي کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، خلکو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کول د اسلامي امارت له ژمنتياوو څخه دي.