خبرونه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ننګرهار والي سره وکتل
حوت ۱۱، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دغې کتنې خوښې څرګنده او د ننګرهار ولایت د سیمه ییزو مسؤلینو فعالیتونه او کړنې یې وستایلې.

د رئیس الوزراء په لارښوونه د ژمنیو ورښتونو له امله په پنځو ولایتونو کې د مواشیو د تلف مخنيوي لپاره ځانګړي تصامیم ونیول شول
حوت ۱۰، ۱۴۰۲

وروسته له هغه چې د سختو ورښتنو او ډیرو واورو له امله د هیوا په پنځو ولایتونو (بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات او بادغیس ) کې زموږ د ګڼ شمیر هیوادوالو د مواشي او څارویو د تلف کیدو او یا د تلف له خطر سره د مخ کیدو راپورونه...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د روسیې سفیر سره وکتل
حوت ۱۰، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټينګار وکړ او په نړیواله کچه د روسیې ستراتېژيکې ونډې ته په کتو یې وویل، له روسیې سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر سره وکتل
حوت ۱۰، ۱۴۰۲

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په نړیوالو ناستو او غونډو کې د افغان ملت استازولي یوازې اسلامي امارت کولای شي او دوحې غونډې ته چې کوم کسان دعوت شوي وو، نه د افغانستان استازولي کولی شي او نه یې افغانان د استازو په توګه مني.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
حوت ۱۰، ۱۴۰۲

په دې غونډه کې، د لوړو زده کړو، کورنيو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ او ماليې وزارتونو او د نورم او سټنډرډ ادارې پر غوښتنو هر اړخيز بحث وشو او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.

د هیواد د پمپ سټېشنونو اتحادیې یو شمېر تاجرانو او مسوولینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
حوت ۰۹، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د ټولو هیوادوالو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د تاجرانو او پانګوالو د سر او مال د امنیت تامین، د اقتصادي زمینو پراختیا او د هیوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو...

د بدخشان ولایت یو شمېر علماوو او مشرانو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
حوت ۰۹، ۱۴۰۲

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خلکو او امارت په نږدېوالي کې د علماوو او مشرانو رول او همدارنګه د هغوی کړنې او فعالیتونه وستایل.