د اميرالمؤمنين حفظه الله وينا
اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه، بلکې خادمان يوو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

خبرونه

د ریاست الوزارء مقام د دفتر لوی رئیس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه
میزان ۱۴، ۱۴۰۴

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس له اړوندو مسئولینو وغوښتل چې د ورورګلوۍ او صمیمیت په فضا کې خپلې چارې تعقیب او په اخلاص یو له بل سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ شارژدافیرې سره د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال کتنه
میزان ۱۴، ۱۴۰۴

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز په افغانستان کې اقلیمي بدلونونو، طبیعې پېښو او راستونو شویو مهاجرینو ته اشاره وکړه او د سیمې او نړۍ له هیوادونو یې وغوښتل چې د مهاجرینو د حقونو د تأمین په برخه کې خپل مسؤلیتونه ادا کړي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د افغانستان د اورتوپيدي او تروماتولوژي ټولنې پنځمې نړيوالې غونډې کې ګډون او وينا وکړه
میزان ۰۳، ۱۴۰۴

د رياست الوزراء اداري مرستيال افغان ډاکترانو او پروفيسورانو ته په خطاب کې وويل، وخت رسېدلی چې خپله پوهه او تجربه د هيواد نوي نسل ته ولېږدوي او له دې لارې د ټولنې او هيواد خدمت وکړي.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
میزان ۰۳، ۱۴۰۴

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د‌ دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د قطر سفیر سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال د مخه ښې کتنه
میزان ۰۲، ۱۴۰۴

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د ماموریت پرمهال د محترم سعید بن مبارک الخیارین هڅې وستایلې او نوموړي ته یې په راتلونکو ماموریتونو کې د بریا هیله وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره د مخه ښې کتنه وکړه
میزان ۰۱، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اغلې روزا اوتانبایوا د خدماتو د قدرداني پر مهال نوموړې ته د بریالیتوب هیله وکړه او وې ویل، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره زیات اړمن خلک شته او لازمه ده چې دې...

د ریاست ‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ اقتصادي کمېسیون غونډه وکړه
سنبله ۲۶، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د اورانوس د ودونو تالار او پارکېنګ شته قراردادونه دې فسخه او یاده ساحه دې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ