خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په کابل کې د جاپان سفير او د ساساکاوای سولې بنسټ پلاوي سره وکتل
جدی ۰۳، ۱۴۰۲

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي امارت د عمومي بښنې له امله آن هغوی چې له مجاهدينو سره په مخامخ جګړه کې و، ورته بښنه شوې او په هيواد کې ازادانه ژوند کوي.

د تېرې ادارې یو شمېر مسؤولینو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول
جدی ۰۳، ۱۴۰۲

له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي ذاکر راستنو شویو کسانو ته د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې په هر حالت کې د هغوی امنیت خوندي دی او همدارنګه ټولې امارتي ادارې د دوی په خدمت کې دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه
جدی ۰۳، ۱۴۰۲

د اقتصادي کمېسیون یادې غونډې ته د MCC چینايي شرکت له لوري د مس عینک کان د انکشاف او همدارنګه د پروژې د ژر پيل لپاره د ځمکې لاندې کان کیندنې په مېتود نوې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.

د ترانسپورت،صنعت او سوداګرۍ له وزیرانو ،ملي سوداګرو او صنعتکارانو سره د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال کتنه
جدی ۰۳، ۱۴۰۲

په دغه لیدنه کې د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرونو د نوبت د تنظیم او همدارنګه د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو...

د رياست الوزرا اداري مرستيال د جامعه رياض العلوم کابل دستاربندۍ مراسمو کې ګډون او وينا وکړه
قوس ۳۰، ۱۴۰۲

محترم مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د ښوونځيو او ديني مدرسو ترمنځ د فاصلې لمنځه وړلو لپاره کار کوي او له همدې امله هڅه کوي ترڅو راتلونکی نسل د اسلامي عقايدو او افکارو په لرلو سره عصري علوم هم زده کړي.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
قوس ۳۰، ۱۴۰۲

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال کندوز ولایت ته سفر وکړ
قوس ۳۰، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه سفر پر مهال د کندوز ولایتي مسوولینو په ملتیا د کندوز سپین زر دولتي شرکت څخه هم لیدنه وکړه. محترم ملا صاحب د یاد شرکت فعاليت با ارزښته ياد کړ، د مسوولینو له ترسره شوو هڅو يې ستاینه وکړه...