خبرونه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
عقرب ۲۵، ۱۴۰۲

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې څلورمه کاري غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه
عقرب ۲۵، ۱۴۰۲

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې څلورمه نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د کورنیو او بهرنیو پانګونې شرکتونو له لوري د وړاندې شوو پانګونو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه تر سره شوه
عقرب ۲۴، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ‎مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د اعضاوو او د موظفو کمېټو د مسوولینو په حضور ‎کې نن له غرمې مخکې ترسره شوه.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس دکسب کارانو او هټیوالو خونې استازو سره وکتل
عقرب ۲۴، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې دکسب کارانو او هټیوالوخونې له یو شمېر استازو سره په ارګ کې وکتل.

د فلای دوبۍ هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې بېرته پیل کړې
عقرب ۲۴، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت او د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د پرله‌پسې هڅو په پایله کې له شاوخوا دوه کلونو وروسته د فلای دوبۍ پروازونه افغانستان ته بیا پيل او د روان لمریز کال عقرب میاشتې

له بهرڅخه راغلو یو شمېر پخوانیو پوځیانو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول
عقرب ۲۴، ۱۴۰۲

د تېر حکومت یو شمېر هغو پوځي مقاماتو ته چې تازه له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون له لارې بېرته هیواد ته راستانه شوي وو، نن د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول.

د افغانستان برښنا شرکت او افغان انوېسټ خصوصي شرکت تر منځ د هوکړه لیکونو لاسلیک
عقرب ۲۴، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د افغانستان برېښنا شرکت او افغان انوېسټ خصوصي شرکت ترمنځ د شبرغان - دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه مزي د پاتې چارو او همدارنګه د دشت الوان سب سټېشن