خبرونه

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلینو او متشبثینو سره وکتل
عقرب ۲۲، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محترم حاجي محمدیونس مومند، د پاک- افغان ګډې سوداګرۍ

د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رئیس او غړو سره وکتل
عقرب ۲۱، ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رئیس محترم بهرام خان ځدراڼ او د دې اتحادیې غړو سره په ارګ کې وکتل.

یو شمېر پخوانیو مقاماتو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول
عقرب ۲۰، ۱۴۰۲

د تېرې ادارې یو شمېر چارواکو ته د مصؤنیت کارتونو د وېش پر دوام نن له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون لخوا څو تنو پخوانیو لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول.

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال په مشرۍ لوړپوړى امارتي پلاوى له ایران څخه بېرته کابل ته راستون شو
عقرب ۱۹، ۱۴۰۲

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړى امارتي پلاوى د ايران اسلامي جمهوريت ته له خپل شپږ ورځني سفر وروسته نن د جمعې ورځ د روان لمريز کال د عقرب میاشتې په ۱۹مه نېټه بېرته کابل ته راستون شو.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د چابهار نړيوال پوهنتون کې له افغان زدکړيالانو سره وليدل
عقرب ۱۸، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن پنجشنبه د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال په چابهار نړېوال پوهنتون

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال په ځانګړې غونډه کې د بلوچستان له والي او یوشمېر نورو ایراني مسوولینو سره وکتل
عقرب ۱۸، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له چابهار بندر څخه د لیدنې پر مهال په ځانګړې غونډه کې د بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي، د ایران د ازادو سوداګریزو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه
عقرب ۱۸، ۱۴۰۲

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن پنجشنبه د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه.