خبرونه

د کابینې پنځمه غونډه؛ د پراختیایي پروژو، ودانیزو چارو او فرضي او سرحدي سیمو کې د معیاري ترمینلونو اړوند بحث وشو
سنبله ۰۳، ۱۴۰۴

غونډه کې د هېواد په ځینو فرضي او سرحدي سیمو کې د معیاري ترمینلونو جوړولو په اړه اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، چې په اړه یې ناسته وکړي او د ځمکو د انتقال پروسه یې ګړندۍ شي او د منظورۍ لپاره دې د مشرتابه عالي مقام ته وړاندې شي.

د اقتصادي کمېسيون غونډه کې د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه
سنبله ۰۲، ۱۴۰۴

د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه. د دې پالیسۍ موخې په معیاري توګه د کانونو تفحص، اکتشاف او ګټه اخیستنه؛ د کورنیو او بهرنیو پانګه والو جذب او د کان کیندنې نوې ټکنالوژۍ او...

د اسلامي امارت رئیس الوزراء د چین د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
اسد ۲۹، ۱۴۰۴

محترم رئیس الوزراء د چین د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي. موږ په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو قدرداني کوو.

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
اسد ۲۹، ۱۴۰۴

دې غونډې ته له اجنډا سره سم له زر مینځونکو شرکتونو څخه د ثابتې مالیې په توګه د زرو اخیستلو او همداراز د کرومایټ ډبرو د کوچني او لوی مقیاس کانونو قراردادي شرکتونو څخه د ونډې پر بنسټ د رویالیټۍ د ورکړې موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

سوداګریزو بانکونو د ټولګټو پروژو د تمویل میکانیزم لاسلیک کړ
اسد ۲۹، ۱۴۰۴

د دغه سند موخې په ټولګټو پروژو کې د ونډې اخیستو او د دې پروژو د تمویل لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول؛ د هېواد په دننه کې د سوداګریزو بانکونو لپاره د پانګونې فرصتونو برابرول او د سوداګریزو بانکونو د عوایدو د زیاتوالي لپاره د زمینې برابرول دي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند؛ د خپلواکۍ ساتلو لپاره باید عصري زده کړو او ټکنالوژۍ ته مخه کړو
اسد ۲۸، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په ملي دفاع وزارت کې د افغانستان خپلواکۍ ترلاسه کولو د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ګډون وکړ.

د اسلامي امارت رئیس الوزراء په کابل پوهنتون کې جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه
اسد ۲۸، ۱۴۰۴

محترم رئیس الوزراء له استادانو او علماء کرامو څخه په مننې د دوی دنده مقدسه وبلله. په تحصیلي نظام کې د اصلاحاتو راوستلو ته یې وهڅول او هغوی ته په خطاب کې یې وویل: «ستاسو دنده، چې تدریس او د ځوانانو روزنه ده،...