خبرونه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د احمدزيو قوم يو شمېر مخورو او د جوزجان او سرپل مجاهدینو سره وکتل
میزان ۲۸، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر قومي مخورو او ډلګي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د اشغال پایته رسېدو او د اسلامي نظام د راتګ په برخه کې د ټولو مجاهدینو او ولس هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، اسلامي امارت...

د سرپل یو شمېر علماوو او سیمه ییزو مسؤلینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
میزان ۲۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، مسؤلین د دوی د نظریاتو او وړاندیزونو اورېدو د هرکلي ترڅنګ هڅه کوي خپلو امکاناتو ته په پام د مراجعینو نظریاتو او وړاندیزونو ته لازمه رسیدګي وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پکتیکا مرستیال والي سره وکتل
میزان ۲۷، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا مرستیال والي سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د امنیت تأمین، ولسونو ته د خدماتو وړاندې کول او دوی ته په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ او هوساینې برابرول...

د رياست الوزراء اداري مرستيال د بدخشان ولايت يو شمېر مشرانو او متنفذينو سره وکتل
میزان ۲۶، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د خلکو خدمت او د امنيت او ارامۍ ساتنه د اسلامي امارت له ژمنتياوو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د رحمان سوداګريز مرکز د چارو پرانيسته وکړه
میزان ۲۶، ۱۴۰۳

محترم مولوي عبدالکبیر په دې مراسمو کې وویل، د خوښۍ ځای دی چې له شل کلنې مبارزې وروسته په افغانستان کې د اشغال له ماتېدو او د سوچه اسلامي نظام له ټینګښت سره اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي میدان کې هم مخ پر وړاندې روان دی.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
میزان ۲۶، ۱۴۰۳

په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل او وروسته يې د کورنيو چارو وزارت اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

په پراختیايي برخو کې د اوږدمهالو مرستو پر زیاتوالي او د موسساتو د ستونزو پر حل خبرې وشوې
میزان ۲۶، ۱۴۰۳

ښاغلي مفتي عبدالله عزام دغه غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، کورنیو موسساتو په سختو حالاتو په ځانګړي ډول په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو پر مهال هېوادوالو ته بشري مرستې رسولې او د هغوی لاسنیوی یې کړی، چې اسلامي امارت یې قدردانی کوي.