خبرونه
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د پنجشیر علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د پنجشیر د مجاهدینو جهاد خورا ارزښتمن و او اسلامي امارت د قدر په سترګه ورته ګوري.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د دغه کنفرانس ګډونوالو ته چې د کابینې یو شمېر غړي، د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین، بهرني او افغان پانګوال وو، د وینا پرمهالوویل، افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې د ګڼو فرصتونه...
د افغانستان اسـلامـي امارت د کابیـنې اوومه غـونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه « 1446 ھ ق کال د ربیع الاول27مه/ تلې 9مه» نېټه ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو قومي مشرانو څخه په مننې وویل، دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلامي نظام په ټینګښت کې ولس له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ولاړ و او له مجاهدینو سره یې هر راز همکارۍ کړې دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کورش نړیوال فدراسیون رئیس حیدر فرمان او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغان زلمیان غوره وړتیاوې لري او په تېرو څو میاشتو کې یې ثابته کړه، چې په نړیوالو کچه بریاوې ترلاسه کولای شي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په ټول هیواد کې دا مهال د اوبو بندونو او سړکونو جوړولو په ګډون پر لویو پروژو کارونه روان دي او اسلامي امارت دغه ټولې پروژې په داخلي عوایدو تطبیقوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د عامې روغتیا مسوولینو او ډاکترانو ته د ښه راغلاست پر مهال په روغتیایي برخه کې د هغوي هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، افغان روغتیا پالان په سختو شرایطو کې د افغان ولس خدمت کوي...