خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د معرفي مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ګډون او وینا
جوزا ۱۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د عامې روغتیا نوي سرپرست وزیر محترم مولوي نور جلال جلالي ته د مبارکۍ ترڅنګ هیوادوالو ته د خدمت کولو په برخه کې نوموړي ته د خدای تعالی په دربار کې د غوره خدمت دعا وکړه.

د هیواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر علماؤ، مجاهدینو او مشرانو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
جوزا ۱۲، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماؤ، مجاهدینو او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د اسلامي امارت دروازې د ټولو هیوادوالو پر مخ پرانیستي دي؛ دغه راز یې د دوی د وړاندیزونو، نظریاتو او ستونزو د شریکولو هرکلی هم وکړ.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د بغلان ولايت د علماوو شورا رئيس سره وکتل
جوزا ۱۰، ۱۴۰۳

د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، په بغلان او يو شمېر نورو ولايتونو کې وروستيو سېلابونو ډېرې لويې ستونزې رامنځته کړې، چې زموږ د لسګونه هيوادوالو د شهادت او بې کوره کېدو لامل شوې او ډېرې کورنۍ يې زيانمنې کړې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اصنافو ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف غونډه کې ګډون او وینا وکړه
جوزا ۱۰، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء اداري مرستیال لومړی د مالیې وزارت محترمو مسؤلینو او د حکومت د رسنیو مرکز څخه د دې غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او وې ویل، امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله یو حکم صادر کړی، چې افغان ملت ته به...

د بلخ ولایت والي، علماوو، مسوولینو او متنفذینو سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه او له ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه لیدنه
جوزا ۰۹، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال له محترم الحاج ملا محمدیوسف وفا او د دې ولایت یو شمېر نورو علماوو، مسوولینو او متنفذینو سره وکتل او له هغوی سره یې د محلي ادارو د کړنو او فعالیتونو په څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د تخار، کندز، بغلان او جوزجان ولایتونو والیانو، علماوو، مسوولینو او متنفذینو سره وکتل
جوزا ۰۹، ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي تخار، کندز، بغلان او جوزجان ولایتونو ته د سفر په جریان کې د یادو ولایتونو والیانو، علماوو، مسوولینو او متنفذینو سره وکتل او همدارنګه یې له ۲۱۷ عمري قول اردو،...

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د ټولو هغو دوستو هېوادونو او خیریه بنسټونو مننه کوو چې له سېلاب ځپلو سره یې مرستې وکړې
جوزا ۰۹، ۱۴۰۳

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د سېلابونو له امله شهیدانو شویو ته دعا او کورنیو ته یې تسلیت ووایه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د هر افغان سلا مشورو ته د قدر په سترګه ګوري او حکومت په خپلو چارو کې د ولس نظرونو ته پاملرنه کوي.