خبرونه

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سمنګان والي سره وکتل
عقرب ۱۴، ۱۴۰۴

محترم ملا صاحب د یادو کمېټو د ترسره شوو کارونو مننه وکړه او په هغوی یې ټینګار وکړ چې ژر تر ژره د سمنګان ولایت په ټولو زلزله ځپلو سیمو کې د شهیدانو، ټپيانو، په بشپړ ډول د نړېدلو کورونو او په نیمه ډول د زیانمن شوو کورونو سروې بشپړه کړي...

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سمنګان ولایت له زلزله ځپلو سره خواخوږي او غمشریکي وکړه
عقرب ۱۴، ۱۴۰۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په زلزله کې د شهیدانو شوو هېوادوالو روح ته دعا وکړه، د شهیدانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه، ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله.

د اریانا افغان هوايي شرکت د هوايي کارګو له لارې في کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو ډالر انتقالوي
عقرب ۱۴، ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پرون په مرمرینه ماڼۍ کې د اړوندو وزارتونو او ادارو له مسوولینو سره د هوايي کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو...

د بادغیس ولایت سیمه ییزو مسؤلینو او مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
عقرب ۱۲، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د مسؤلینو کړنې او فعالیتونه وستایل او وې ویل، سیمه ییز مسؤلین باید د خپلو چارو په ترسره کولو کې صادق او د خلکو د ستونزو د حل لپاره تر بل هر وخت زیاتې هڅې وکړي.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه
عقرب ۰۸، ۱۴۰۴

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

د ریاست الوزراء اداري مرسیتال د غور ولایت علماوو، مجاهدینو او مسئولینو سره وکتل
عقرب ۰۵، ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی د غوښتنو پوره کول د اسلامي امارت له دندو او مسئولیتونو څخه دي او ستاسو وړاندیزونو او غوښتنو ته به شته امکاناتو ته په پام لازم اقدامات وشي.

اقتصادي کمېسیون د دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې تائيد کړې
عقرب ۰۴، ۱۴۰۴

په دې طرحو کې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ، د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ،...